برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال عبدالرازق د عبرت بيلګه

آریانانیوز: سکاټ میلر ولې و نه وژل شو، وخت او حالات به یې په خپله ځواب ووايي، زه به یې هم وګورم او تاسو هم.


آما که خبره د جنرال رازک شي، نو د پاکستان سره دښمني یې جعلي وه او پښتو ویل یې مجبوري، نه خو د پنجاب دښمن و او نه هم د پښتنو کوم اتل، لږ مو د خولو سره پام کوئ، شهادت څه ټوکې نه دي، که جنرال رازک بیخي پخپله سکاټ میلر وژلی وي هم شهید نه دی او داسې به ووایو چې يارانه کې بنګړي ماتيږي او دا غریب د امريکايانو په عشق وسو.
شاوخوا دوه کاله مخکې یې د پنجابي پوځ سره په سرحد نمایشي جګړه وکړه، هم یې خپل نوم مشهور کړ او هم یې بیرته د لقمان کلی او شاوخوا نوره پراخه سيمه پنجابيانو ته ورکړه، په بولدک کې جنګ د تورخم او ګوشتې د جعلي او نمایشي جګړو ځنځيري کړۍ دي، ماته دا مهمه نه ده چې رازک چا وواژه، طالبانو او که امریکایانو، خو دومره وايم چې نه آسمان را پریوتی، نه ځمکه په بل مخ شوې او نه لمر د مغرب نه راختلی، هرڅه برحال دي، فقط جنرال رازک په هغه سلاح وژل شوی چې تر دا پرون ورځې به ده پرې مظلوم افغانان وژل، د جنرال رازک په مرګ ماتم کوونکي دې واوري چې کوم زرګونه حافظان، عالمان او نور بې وسه او غریب هيوادوال د رازک په لاسونو وژل شوي وو، هغوی هر يو د خپلې کورنۍ لپاره جنرال، اتل، نومیالی او محترم و، د هغوی کورونه چې ورانیدل تاسو چکچکې وهلې، نن د رازک په مرګ هم مه ژاړئ شرم وکړئ جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي، جنګ د سرونو نذرانه غواړي.
همدا بیګا شپه په لغمان کې د يوې چاپې په ترڅ کې ګڼ شمیر افغانان په ډزو شهیدان شوي، کورونه یې نړول شوي او وارثان یې د غم په ټغر ناست دي خو د رازک په غم ساندې ویونکي ترې خبر هم نه دي او یا ورته دا هیڅ د غم پېښه نه ښکاري، په همدې توګه زما د مظلوم ملت هره ورځ همدا حال وي، هره شپه پرې چاپې او هره ورځ پرې بمباري وي، جنرال رازک د همدغو خلکو ملګری دی کوم چې له تیرو ۱۷ کالو راهيسي زما مظلوم هيوادوال را وژني، نو ماته تر جنرال رازک هغه شهيدان زر وارې مهم دي چې صلیبي عسکر او داخلي غلامان یې په خپلو کورونو کې د اسلام او ایمان په جرم په شهادت رسوي.
چې زه وژل کیږم، کور مې ورانیږي، ورونه مې شهیدانیږي، خويندې مې بې سرپرسته او بچیان مې يتيمان پاتې کیږي، نو جنرال رازک په ما کوم فوقیت لري؟ هغه جنرال عبدالرازق چې د زرګونو هیوادوالو په وینو يې لاسونه سره وو او اوس یې د بليک واټر سره يارانه پیل کړې وه، نه اتل و او نه شهید دی، نوموړی یو ظالم و او بلاخره یې د ظلم بیړۍ چپه شوه، د سکاټ میلر وخت به هم راشي، خو تر اروپایي میلر دا داخلي میلران زیات زموږ د دین دښمنان او د وینو تږي دي.
د جنرال قهرمان او جنرال رازک(عبدالرازق) وژل کېدل د ټلوالې په شمول ټولو پښتنو او غیر پښتنو جنګسالارانو او د صلیبي اشغال ملاتړو ته دا پيغام ورکوي چې په همدغه لاره به تاسو هم ځئ، نو راشئ اوس هم وخت شته، توبه وباسئ، د خپلو ټوپکو شپيلۍ په صلیبیانو ور واړوئ او نور نو د امریکایانو د خوشحالولو لپاره د خپل ملت د وژلو څخه لاس واخلئ، د پنجابي پوځ سره په سرحدونو د جعلي او نمایشي جګړو څخه تاسو مادي ګټه تر لاسه کولی شئ خو حقیقت به تر ډېره پټ نه پاتې کیږي، همدا ډول د امریکایانو د ملاتړ خوند به هم وڅکئ او که توبه و نه باسئ، اسلام او ملت ته بیرته را و نه ګرځئ، د پنجاب سره د دښمنۍ په نوم په حقیقت کې د خپلو هيوادوالو عام وژنه بنده نه کړئ، د خپل دین، خپلواکۍ، خاورې او ولس پر سر سودا بس نه کړئ، نو سبا به یا چا درته تر چوکۍ لاندې بم ایښی وي او یا به د سکاټ میلر سره د مجلس په څېر په کوم بل شيطاني مجلس کې د کوم هيوادوال په ډزو پړمخي پراته یاست، صلیبي باداران به مو داسې یواځې پریږدي لکه جنرال رازک یې چې په وینو لړلی په میدان پریښود او خپله یې بګرام ته ښپې سپکې کړې.
د جنرال رازک له مرګه عبرت واخلئ هغه جنرال چې د خپلو مخالفینو تر څنګ به یې د ولسي بې ګناه وګړو له وژلو وروسته د خلکو د ویرولو لپاره د هغوی د جسدونو توهين کاوه او یا به یې په موټرو پسې کشول، یا به یې د ام بي په بانټ اچولي وو او یا به یې د شپې لخوا د ښار په کومه څنډه کې په خځلو کې غورځولي و، هغه دې پرون د سکاټ میلر په عشق کې خپله هم لولپه شو او د خپل تن او ژوند په بیه یې سکاټ میلر له ډزو وژغوره، د اشغالګرو ټول غلامان بايد د رازک او قهرمان له حالت نه عبرت واخلي، بیشکه چې هر ظالم ته الله جل جلاله وخت ورکوي او بلاخره یې په عبرتناک مرګ وژني.
د هیواد د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام د قیام په هیله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي