برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کله چي افغان وفادارانو تر جنرال میلر ځانونه قربان کړل!

آریانانیوز: تیره پنجشنبه د کندهار ولایت د والي په کوټۍ کښي یوه لویه غونډه جوړه سوه، په غونډه کي د بهرنیو ځواکونو اعلی سر قومندان جنرال سکاټ میلر، د کندهار والي زلمی ویسا، مرستیال والي حاجي اغالالی دستګیري، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمؤمن حسین خیل او نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون کړی و.



په غونډه کښي د نورو موضوعاتو ترڅنګ د راتلونکو پارلماني ټاکونو په اړه بحث وسو، جنرال عبدالرازق په خپلو وروستیو خبرو کي هم د ټاکنو پروسې ته اشاره کړې او ترڅنګ یې د کندهار والي زلمی ویسا لیدل کیږي.
طالبانو د والي په باډیګارډانو کښي د وخته نفوذي کس ځای پر ځای کړی و او د غونډي دباندي د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر په انتظار ولاړ و، د غونډي تر خلاصیدو وروسته ماپښين مهال کله چي جنرال سکاټ میلر د خپل هلیکوپتر پر خوا روان سو د کندهار ټول چارواکي تر هغه چار چاپیر سول او غوښتل یې میلر تر خپل هلیکوپتره ورسوي.
نفوذي سرتیري (ابودجانه) چي بهر یې د سکاټ میلر په نښه کولو کوښښ کوی مجبوره سو چي د کندهار پر چارواکو ډزي پیل کړي او هغوی ووژني ځکه جنرال سکاټ میلر د هغوی په منځ کښي روان و، په برید کښي د کندهار والي زلمی ویسا، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمؤمن حسین خیل ووژل سول او ځیني نور ټپيان سول.
په سیمه کښي ولاړو نورو عسکرو نفوذي سرتیری ابودجانه په نښه کړ او جنرال سکاټ میلر د تېښي لار خپله کړه، هغه وفادار افغانان یې د جګړې پر ډګر په وینو لت پت پرېښودل چي د نوموړي لپاره یې خپل ځانونه قربان او دغه امریکایي جنرال ته یې د خپلو وینو په بدل کښي ژوند ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي