برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو بل اسپانوي لوبغاړي هم نړۍوال فوټبال پرېښود

آریانانیوز: د سږ کال په ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې له ناکامېدلو وروسته د سپانوۍ فوټبال ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي جیرارډ پیکي هم له نړۍوال فوټبال سره مخه ښه وکړه.



پیکي اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري چې نږدې ۱۰ کاله یې د سپانیې فوټبال ملي لوبډلې په ګټه په ۱۰۲ نړۍوالو سیالیو کې لوبې وکړې او په ټولو لوبو کې یې ۵ ګولونه وهلي دي.
جیرارډ پیکي له ۲۰۰۹ کاله تر سږ کاله د اسپانیې فوټبال ملي لوبډلې په ګټه سیالۍ وکړې او د هغې اسپانوۍ فوټبال ملي لوبډلې غړی هم و چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د سویلي افریقا په کوربتوب د فوټبال نړۍوال جام اتلولی وګټله.
بارسلونا فوټبال ملي لوبډله د سږ کال په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې په «پري کوارټرفاینل» پړاو کې د کوربه روسیې پر وړاندې په پنلټي شوټونو کې ماتې وخوړه او له مخکی تګه پاتې شوه.
د نوموړي په موجودیت کې اسپانوۍ فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۲ کال اروپا فوټبال جام اتلولي هم وګټله؛ خو بیا هم د اسپانیې فوټبال په تاریخ کې یو متضاد لوبغاړی و.

دا چی نوموړی له اسپانیې نه د «کاتا لونیا» د ازادۍ ټولپوښتنې پلوی و؛ نو وخت ناوخته به میدان ته د ننوتلو پرمهال د ځېنو اسپانوي مینه‌والو له‌خوا په شپېلیو او توهین‌امیزو خنداګانو بدرګه کېد.
«کاتا لونیا» د اسپانیې شمال‌ختیځ زون دی چې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه نفوس لري، خپل کلتور او ژبه لري او بارسلونا یی د پایتخت په نوم دی.
جیرارډ پیکي په‌خپلې مرکې کی ویلي دي، څو ورځې مخکې د اسپانيې فوټبال ملي لوبډلې روزونکي لویس انریک ور وغوښت او ده د خپلې پرېکړې په اړه وویل چې وروسته له دې په نړۍوال فوټبال کې د اسپانیې ملي لوبډلې له‌پاره نه لوبېږي.
د نوموړي په وینا، له اسپانوۍ فوټبال ملي لوبډلې سره یې د خپل فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ښه وخت تېر کړی؛ خو اوس دې ته لېوال ده چې ټول پام بارسلونا فوټبال کلپ ته واړوي او له پاتې کلونو نه په یاد کلپ کې پوره خوند واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي