برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یمن په نړۍکې ترټولو بوږنونکی انسانی ناؤرین سره مخامخ دی

آریانانیوز: المیسره خبری چینل راپورورکړی ،په یمن کې د ملګروملتو دانسانی چارو غږملونکی لیز ګرانډ بیګا وئیلی دی ،د یمن کابو ا تیا فی صدی نفوس یعنی څلورویشت میلیون او یولک کسان لږترلږه یو ډول انسانی مرستو اوملاتړ ته اړتیا لری .


لیز ګرانډوئیلی دی،دیمن څه دپاسه لس میلیون کسان یوازې له قخطئ اومرګ سره یوازې یو ګام فاصله لری او اوه ملیون نورهم له ناوړه خواړو سره لاس اوګریوان دی .
په یمن کې دملګروملتو د انسانی چارو غږملونکی همداراز په روغتونونو او د نړیوالو حقوقو په اساس په درملیزو مرکزونو د یرغلونو په محکوم کولو سره دیمن په په روغتونونو او د درملنې په مرکزونو دسعودی ائیتلاف دحملو د مخینوی غوښتنه کړې ده .
میرمن ګرنډ روښانه کړې دم ګړۍ په درست یمن کې د وبا ناروغی خوره شوې ده او په تیرودرو میاشتوکې ددغې ناروغۍله امله کابو دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ی دی او څه دپاسه یو لک لس زره کسان چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان تر سترګو کیږی په دغې ناروغۍ ککړ شوی دی او په دې اساس د روغتونوو او د درملنې دمرکزونو تباه کول په داسې حال کې چې بې څوکه خلک ورته ډیره اړتیالری،هیڅکله هم د منلو وړ نه دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array