برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یمن په عربستان یو توغندی ویشتل

دیوراپورپه اساس دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل وویل چې په زلزال دوه ډوله بلاسټیک توغندی سره یې د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران سیمه کښې د حکومتی عسکرو په سنګرونو حمله کړی ده .


د یمن عسکرو او ولسی کمیټیو په تیرې دوشنبې ورځ هم په نجران کښې دعربستان د تیلو دملی شرکت ارامکو په تاسیساتو د بدر یو (Badr-1)ډوله دوه(۲) لنډ واټنه توغندی ویشتلی وو .
د یمن د پوځ ویندوی شرف لقمان هم ټینګار کړی وو تر هغه وخته چې په یمن د تیریګرو تیری او کلابندۍ دوام ولری دهغوې په اقتصادی تاسیساتو او مرکزونو به دیمن د پوځیانو دتوغندیو بریدونه دوام ولری .
سعودی عربستان د امریکا ، د متحده عربی اماراتو، انګلستان او دڅو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن پوځی تیری او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ غوښتنې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) ملکی خلک وژل او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي