برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ډبلیو ایف پی – یمن د تاریخ له بوږنونکی انسانی غمیزې مخامخ دی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د انسان دوستۍ په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی مرستیال مارک لوکوک وئیلی دی،دیمن له نیو زیات نفوس همدااوس دانسان دوستۍ مرستو ته ډیره زیاته اړتیا لری.



دملګروملتو دسرمنشی مرستیال زیاته کړې دغه موسسه په یمن کې له انسانی بحران سره دمقابلې لپاره څلور اعشاره دوه میلیارډ ډالرو ته اړتیا لری.
دملګروملتو د ماشومانو بسپنې یا یونیسف ادارې هم تیره اونۍ پخپل وروستی راپور کې په یمن کې د انسانی غمیزې رامینځةکونکو حالاتو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی وو، په دغه هیواد کې په هرو دوو ساعتونوکې یوه مور اوشپږ نوزیږی خپل ژوند له لاسه ورکوی.
دخوړو نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پی هم پخپل وروستی راپور کې په یمن کېانسانی وضعیّت بوږنونکی بللی او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ئې د اتلس میلیون نفوسو دخوړو دامنیت د نه شتون په باب سخت خبرداری ورکړی دی.
له دې سره په یووخت په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی، دیمن پوځ او د ولسی مبارزو کمیټیود بې پیلوټه الوتکو یونټ دیمن د مظلومو خلکو دغچ اخستنې په ځواب کې نن سهار وختی یوځل بیادعربستان د جنوب عسیر ولایت په آبها هوائی ډګر د قاصب کې دوه ډوله ډرون حمله کړې او په دغه هوائی ډګر کې ئې هر ډول پوځی فعالیتونه په ټپه درولی دی.. داپه تیرې یوې اونۍ کې دعربستان په آبها هوائی ډګر دیمن د پوځ څلورمه ډرون حمله ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي