برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

څوک په یمن کې د انساني غمیزې ذمه وار دي؟

آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س پینځو نړیوالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړ چې په یمن کې د انساني بحران په زیاتیدو سره امریکا باید له سعودي ایتلافه خپل ملاتړ ودروي.


دغه پينځو سازمانونو په یمن کې د انساني حالاتو د خطرناکوالي په هکله د خبرداري په ترڅ کې د یمن د ولس په خلاف په جنګ کې د عربستان له ایتلافه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندیدو غوښتنه وکړه.
اکسفام ، د نجات نړیوالې کمیټې کیئر ، ماشومانو ته نجات ورکړئ سازمان، او د ناروی د کډالو شورا این آر سي په ګډې بیانیې کې واشنګټن د نړۍ په وروستیو لسیزو کې د ډیرې لویې لوږې او کاختۍ په رامینځته کولو کې آمریکا ګرمه وګڼله.
په بیانیه کې راغلې چې که په یمن کې سملاسي جنګ بند نه شي نړیوالې بشري هڅې به هم په دغه هیواد کې د ګډې کاختۍ مخه ونه نیول شي.
آکسفام نړیوال سازمان له دې مخکې هم په یمن کې د انساني بحران د دوام د پایلو په هکله خبرداری ورکړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي