برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کې د سعودي جنګي ایتلاف الوتکو له خوا د عامو خلکود وژلو دوام

آریانانیوز: دیو راپور له مخې د سعودي جنګي ایتلاف الوتکو بیګا د یمن د شمال په صعده ولایت کې په کتاف ښار کې یو ګاډی وویشته.


روغتوني سرچینو وویل چې په دغه حمله کې څلور ملکی کسان مړه او نه نور ژوبل شول، سرچینې ټینګار وکړ چې د ځینو ژوبلو کسانو حالت نازک دی او د وژلو د زیاتیدو احتمال شته دی.
سعودي جنګي الوتکو همداراز بیګا د یمن په الحدیده بندر حملې وکړې چې له امله یې دوه ملکي کسان مړه او درې ژوبل شول.
په یمن د سعودي ایتلاف حملې په داسې حال کې روانې دي چې دغه ایتلاف د یمن د سولې دمذاکراتو د نوي پړاو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتو د هڅو په لړ کې ادعا کوي چې په الحدیده یې حملې ودرولې دي.
له بلې خوا د یمن انصارا.. په دا وروستیو کې د سعودي ایتلاف د نه کارړنګونې په بڼه کې په سویډن کې د یمن د مذاکراتو په نوي پړاو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي