برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یمن کی شل میلیون کسان د دخوړو له سخت کمښت سره مخامخ دی

آریانانیوز: د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام (ایف ډبلیو پی ) بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره دیمن وضعیّت بوږنونکی بللی او وئیلی ئې دی ، دیمن شل میلیون کسان دخوړو له سخت کمښت سره مخامخ شوی دی.


د ملګروملتو د خوړو د ادارې مدیر ډیویډ بیسلې هم په همداوروستیو کې وئیلی وو ، اتلس میلیون یمن وال د لوږې له خطرې سره لاس اوګریوان شوی دی.
هغه همدرااز دیمن دجنګ دختمیدا په ضرورت په ټینګار سره وئیلی وو ، د یمن د په روغتونونو کې د ناروغانو وضعیَت تر بوږنونکی حده رسیدلی دی.
د یمن په چارو کې د ملګروملتو د انسانی چارو غږملونکی لیز ګرانډی هم په همداوروستیو کې خبرداری ورکړی ؤ ، په یمن کې دجنګ دوام په دغه هیواد کې عمومی قحطی رامینځة کوی.

شریک یي کړئ!