برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په یمن کی سختې لوږې

آریانانیوز: د ملګروملتونو د خواړو او د کرهڼې نړیوالې ادارې فائو(Food and Agriculture Organization ) یمن د نړۍ په هیوادونو کښې د ترټولو بدو شرایطو لرونکی هیواد وباله .



دغه ادارې په دوزه نولسم(۲۰۱۹) میلادی کال کښې د نړۍ د خوراکی امنیت د حالت په نوم یوه(۱) راپور کښې وویل د یمن له دیرش (۳۰) میلیونه نفوسو څخه نهه دیرش (۳۹) فیصده خلک له لوږې سره مخ دی او پینځه اتیا(۸۵) فیصده هم خوراکی مرستو ته ضرورت لری .
په دغه راپور کښې ویل شوی له دوه زره شپاړسم(۲۰۱۶) میلادی کال څخه تر دوه زره نولسم(۲۰۱۹) میلادی کال پورې په یمن کښې د لوږې اندازه اته دیرش(۳۸) اعشاریه نهه(۹) فیصدو ته ورزیاته شوی ده داپه داسې حال کښې دی چې په دغه هیواد کښې له دوه زره څلورم(۲۰۰۴)میلادی کال څخه تر دوه زره شپږم(۲۰۰۶) میلادی کال پورې د لوږې اندازه دیرش(۳۰) اعشاریه یو(۱) فیصده وه .
د ملګروملتونو د خواړو او دکرهڼې نړیوالې ادارې دغه راز وویل په ټوله نړۍ کښې اته سوه شل(۸۲۰) میلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي