برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په یمن کی د۴۸زرو اُمیندوارومیرمنودژوند له ژغورنی لپاره

آریانانیوز: : د ملګروملتو د سر شمیرنې د ټولنې اجرائي مدیر ناتالیا کانیم په نیویارک کې په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،په یمن کې د ۴۸زره اُمیندوارو میرمنو د ژوند دژغورنې لپاره د روان کال تر پاي پورې ۵۹ میلیون ډ الري مالی مرستو ته سملاسي اړتیا لري .
کانیم په دغې اعلامیې کې زیاته کړې،په یمن کې له کرونا ویروسخوریدا سره دمقابلې او دښځو او ماشومانو د درملنې او روغتیائي خدماتو د وړاندې کولو او له طبي عملې څخه د ملاتړ لپاره نوروڅلورویشت میلیون ډالرو ته ضرورت دی .
د ملګروملتو د پپولیشن د بسپنې یا ادارې اجرائي مدیر ټينګار کړی،یمن د درملنې او روغتیائي مرکزونو دساتلو لپاره ډير زیات مالی سرچینو ته اړتیا لري،چې باید سترګې پرې پټې نه شي،که پرې سترګې پټې شي ، نو ممکنه ده ډيره ستره انساني غمیزه به رامینځة شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي