برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په یمن کښې د اسیرانو د آزادۍ غوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي په دغه هیواد کښې له ښکیلو خواؤ وغوښتل چې د کورونا ناروغۍ د خپریدو د خطر په وجه ټول یمني اسیران خوشې کړي.
مارټین ګریفیټس وویل: په داسې حالاتو کښې چې نړۍ له کورونا وایرس سره جنګیږي، باید په یمن کښې ښکیل لوري د جګړې په پریښودو سره د ملکي وګړو ژوند له پیښ خطر سره په مبارزې تمرکز وکړي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یوځل بیا له یمني لورو وغوښتل چې د حالاتو د لاخرابتیا د مخنیوي لپاره په الجوف او مأرب ولایتونو کښې نښتې بندې کړي.
خو له بلې خوا د یمن د انصار الله د اسیرانو د کمیټې مشر عبدالقادر مرتضی په دې وروستیو کښې ویلي چې د عبدربه منصور هادي استعفا کړي حکومت د اسیرانو د تبادلې کار بند کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي