برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په مأرب کې سخته چاودنه؛ د سعودیانو د قوماندې مرکز د یمنیانو تر اور لاندې

آریانانیوز: د المیادین خبري شبکې په وینا ، د یمن په مـأرب ښار کې د یوې لویې چاودنې غږ اوریدل شوی...


د خپرو شویو راپورونو له مخې دا چاودنه د یمن د اردو او د خلکو کمیټو لخوا د توغندیو برید له امله د سعودیانو او د دوی د اجیرانو د ښار په مرکز کې شوې.

الجزیرې د یمن ځینې سرچینو په حواله لیکلي چې په صنعا کې میشتو یمني ځواکونو په مأرب کې د سعودي ایتلاف ځایونه په بالستیک توغندي په نښه کړي دي.

د یمن د ملي نجات حکومت هڅه کوي د دغه ولایت مرکز ، مأرب ښار چې په شمال کې د جوف ولایت سره(د سعودي عربستان سره په ګډه پوله) او په لودیځ کې صنعا (پلازمینه) سره پوله او سرحد لري، له منصور هادي ځواکونو څخه بیرته ونیسي.

یمني ځواکونو په مکرر ډول د یرغلګرو له خاورې د پاکولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی به د یمن تر بشپړ ازادیدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

یمني ځواکونه هم د تیلو څخه بډایه مارب ښار ته چې سعودي عربستان او د هغه اجیران یې د نیولو په لټه کې دي، پرمختګ کړي دي او د سعودي عربستان په خمیس مشیت ښار کې د ارامکو د تیلو شرکت او ملک خالد هوایي اډې پرضد پراخ او بریالي بریدونه پیل کړي دي.

د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندانۍ په وینا ، عملیات به تر هغې دوام ولري ترهغې چې یمن د تیری او محاصرې لاندې وي.

له بلې خوا ، څنګه چې یمن د سعودي ایتلاف د یرغل پای ته رسولو او د دې هیواد جنایتونو ته د پای ټکی ایښودو لپاره پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یوه غونډه راوبلله او په یمن کې یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د امنیت شورا په خپله اعلامیه کې په مارب کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې د سولې په پروسه کې د پرمختګ نشتون کولی شي په یمن کې د ترهګرو د ناوړه ګټه اخیستنې لامل شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي