برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په غزې د صهیونیسټي رژيم هوايي حملې

د رپورټ له مخې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو ددریم ځل د غزې په تړانګه کښې ۳۵ سیمې په نښه کړې. دا په تیرو څلورو کالو کښې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم ترټولو سختې هوايي حملې وې.


د فلسطین مقاومتي ډلو په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په ځواب کښې د غزې خواوشا صهیونیسټي ښارګي په لسګونو توغندیو او هاوانونو وویشتل.

صهیونیسټي رسنیو هم په دغو ښارګوټو د توغندیو لګیدل او له امله یې د یوشمیر صهیونسټو ښارګي میشتو زخمي کیدل تایید کړل.
یدیعوت احارونوت صهیونیسټي ورځپاڼې ولیکل: د اوسپنیز ګنبد سیسټم ونه توانید چې دغه توغندي تعقیب کړی. صهیونیسټ رژيم غزې تړانګې ته نزدې ښارګي میشتو غوښتي چې پټنځیو ته څیرمه پاتې شي.
په غزې تړانګې کښې د مقاومت په اډو د صهیونیسټي رژيم په حمله کښې یو فلسطینی شهید شو او یو بل کس ژوبل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي