برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزې د خلقو خوشحالي

آریانانیوز: د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې فلسطيني ښاريزو پرون ماښام د جشن په دغه اجتماع کښې د لېبرمېن استعفا د غزې لپاره يوه کاميابي او فلسطين د مقاومت په وړاندې د صهيونېسټ رژيم د جنګ د وزير لپاره يوه ماتې وبلله.


لېبر مېن پرون ماسپښين له خپل پوسټه څنګته کېدنه اعلان کړه او د دغې فېصلې وجه يې د حماس غورځنګ په وړاندې د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتن ياهو تسلمېدل، له ډزبندۍ او په غزه کښې له ارامښت رامنځته کېدو سره د هغه موافقه وبلله.
د اوېګډور لېبرمېن له استعفا نه وروسته سوفا لنډوېر چې له نهو کلونو راهسې د صهيونېسټ رژيم د مهاجرت وزير ؤ هم خپله استفعا اعلان کړه.
په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم له حملو وروسته د وروستي تاوتريخوالي يو خصوصیت په غزه کښې د مقاومت د ډلو د توغنده اي طاقت ننداره وه. د صهيونېسټ رژيم فوځ وړمه ورځ اعلان وکړ چې له غزې څخه په نيواکي فلسطيني ۴۶۰ توغندي ورول شوي دي.

شریک یي کړئ!