برخه -څانګه : accidents, politics, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزې په سویل کښې یو فلسطینی ځلمی شهید شو

آریانانیوز: د صفا نومې فلسطیني خبري آژانس د خبر له مخې د مومن ابراهیم ابوعیاده په نوم د غزې د تړانګې په سویل کښې د رفح اوسیدونکی ۱۵ کلن ځلمی د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو کښې په سر لګیدلی او شهید شوی دی.


ابوعیاده په تیرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کښې شهید شوی دویم فلسطینی دی.
پرون مازیګر هم د صهیونیسټي رژيم پوځیانو د محمد یوسف شعبان په نوم یو ۲۶ فلسطینی ځوان چې د قدس په مصراره سیمه کښې د قلندیا کیمپ اوسیدونکی و، په ډزو شهید کړی دی.
په عین حال کښې د فلسطین روغتیا وزارت وویل چې ۱۳ تنه فلسطینیان د غزې تړانګې په دیر البلح کښې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله زخمي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي