برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سوریې حمله د اسرائیلو د غاصب رژیم د ملاتړ لپاره وه

د یمن دانصار الله د ولسی غورځنګ سیاسی دفتر په سوریې حمله وغندله او هغه یې له ترهګرو او صهیونیسټ غاصب رژیم څخه په ډاګه ملاتړ وباله .


د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ سیاسی دفتر په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ په سوریې حمله له صهیونیسټ غاصب رژیم څخه په ډاګه ملاتړ او له جنایتکارو ډلوسره ښکاره مرسته ده او ددې ښودنه کوی چې دمشق دامریکا او د صهیونیسټ رژیم د پلانونو په وړاندې ولاړ دی .
دیمن انصار الله غورځنګ دې ته په اشارې سره چې دسیمې ځینې عرب مشران د فلسطین د ایډیل د خرڅولواو د امریکا په وړاندې چاپلوسۍ کښې له یوبل سره سیالۍ کوی وویل یمن په کامل ډول دسوریې په ملاتړ ټینګار کوی او په دغه هیواد حمله په ټول اسلامی امت حمله ګڼی .
دیمن د انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم پرون په یوې(۱) وینا کښې په سورېې دامریکا، فرانسې او دانګلستان د توغندوی حملې په غندلو سره هغه دنړیوالوقوانینو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .

شریک یي کړئ!