برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سعودی کی تر شکنجې لاندی یو«دیني عالم» شهید شو

آریانانیوز: په سعودي کې د بندیانو د څارنې لپاره جوړ شوی ټویټر اکاونټ ویلي چې د «سلیمان الدویش» په نامه دیني عالم او دعوت ګر تر شکنجې وروسته وژل شوی دی.



د «معتقلي الرأی» په نامه ټویټر اکاونټ ویلي چې مونږ د نوموړي وفات تاییدوو، خو د شکنجې نور تفصیل ځکه نه ذکر کوو چې د هغه د شخصیت توهین ونه شي.
او زیاته کړې، چې په شکنجه باندي د هغه وژنه غټ حقوقي جرم دی چې په هیڅ توګه د بخښنې وړ نه دی، یو سپين ږیری دیني عالم صرف په دې وجه نیول او شکنجه کول چې هغه پر ټویټر باندي داسي څه لیکلي چې حکومتي ادارو د اوسني واکمن او ولیعهد محمد بن سلمان لپاره اهانت بللی.
شیخ سلیمان الدویش تر نیول کیدو مخکې په عام ډول ځیني نصیحتونه کړي چې په لاندي ډول ده:
«تربوي فایده: خپل خوږ او تازه ځوان زوی ته دومره واک او اعتماد مه ورکوه چې هیڅ څارنه او محاسبه نه ورسره کیږي، که داسي وکړې نو هره ورځ به یوه نوې فاجعې سره مخ کیږې تر څو دي کور خراب شي».
لاتفرط في منح ابنك المراهق المدلل مزيداًمن الثقة والصلاحيات دون مراقبة ومحاسبة وإلا فانتظركل يومٍ فاجعة تأتيك منه حتى تهدم بيتك
محبّتك لابنك وترك محاسبته تنمّي عنده شعوراً يوصله غالباً إلى الاستخفاف بك والاعتداد بنفسه بحيث لايبالي بخسارتك لمنجزاتك التي كنت تفخر بها:
په یوه بل ټویټ کې نوموړي ویلي: « خپل د زوی سره مینه او بغیره محاسبې د هغه خوشي پریښودل، هغه بالاخیره داسي احساس ته رسوي چې تاته هم په ټیټه سترګه وګوري او پر ځان دومره متکي شي چې بالاخیره ستا د هغو لاسته راوړنو پروا هم ونه کړي چې ته به یو وخت باندي نازیدې».
نوموړي په خپل ټویټر اکاونټ کې په سعودي کې د بی دینې طبقې پر ضد ځان مبارز باله او همداسي يې وخت په وخت د هغوی پر ضد او په عمومي ډول اصلاحي او دعوتي ټویټونه کړي دي.
باید وویل شي چې د حقوقي بنسټونو د راپورونو پر اساس د سعودي حکومت په زندانونو کې په سلګونو دیني عالمان، مدني فعالان او د نظر خاوندان بندیان دي چې د اکثرو د ژوند او برخلیک په اړه یې معلومات څرګند نه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي