برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجي پر وژنه دسعودی حکومت اعتراف

آریانانیوز: د سعودي لوی څارنوال استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه اعتراف کړی، خو ادعا يې کړې، چې خاشقجي د قونسلګرۍ مسؤولينو سره د شخړې پر مهال وژل شوی دی.


د سعودي لويې څارنوالۍ ويلي، چې د پېښې په تړاو يې د قونسلګرۍ اتلس کارکوونکي د څېړنو په موخه نيولي، څلور لوړپوړي ډيپلوماټان يې له دندو ګوښه کړي او د استخباراتو په تشکيلاتو کې يې د اساسي بدلون اعلان کړی دی.
د سعودي رسمي خبري اژانس نن سهار وختي د لوی څارنوال له قوله ليکلي: «له لومړنيو څېړنو معلومه شوې، چې سعودي هېوادوال جمال خاشقجي -رحمه الله- وفات شوی، څېړنې لا هم روانې دي، تر اوسه په دې تړاو اتلس کسان نيول شوي، ټول يې سعودي اتباع دي.»
د لوی څارنوال په وينا قونسلګرۍ ته د خاشقجي له داخلېدو وروسته د هغه او چارواکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته لاس اچول شوی، چې په پايله کې يې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سعودي رسمي خبري اژانس د چارواکو له خولې نقل کړي، چې له لفظي شخړې او لغتو سوکانو وروسته خاشقجي وژل شوی او « او زياتوي، چې چارواکي د حقيقت د روښانولو لپاره هڅې کوي او د پېښې مسوولينو سره به حساب کتاب وکړي.»
سعودي دا منلې، چې د خاشقجي په اړه يې داسې نښې نښانې ترلاسه کړې وې، چې هغه بېرته هېواد ته د راستنېدو هوډ لري او د دې لپاره يې استنبول کې خپلې قونسلګرۍ ته يو پلاوی لېږلی و، خو واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او نورو رسنيو ويلي، چې خاشقجي د دغه لېږل پلاوي د شکنجو له امله وژل شوی دی.
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ويلي، چې د خاشقي قضيه به په هر اړخيزه توګه څېړل کيږي او په هېواد کې به د عدل له مخې ټوله پروسه پر مخ ځي.
رویټرز خبري اژانس هم د سعودي چارواکو له خولې ليکلي، چې د خاشقجي په وژنه کې د وليعهد بن سلمان لاس نشته، خو په عين حال کې يې دا منلې، چې استخبارات هڅه کوي، چې د شاهي حکومت سياسي مخالفين هېواد ته راولي.
رویټرز دا هم وايي، چې د قونسلګرۍ موټر چلوونکي د خاشقجي جسد «ځايي همکار» ته سپارلی او هغه هم نه پوهېده، چې دا څه شی دی.
د خاشقجي په قضيه کې لومړی غبرګون د امريکا جمهوري پلوه سناتور ليندرزي ګراهام په خپل ټويټر پيغام کې ویلي: «لږ تر لږه زه د سعودي کيسه نه شم منلی او ما ته مشکوکه ښکاري؛ ځکه چې سعودي مخکې هم ويلي و، چې خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی دی.»

د لويې څارنوالۍ په دغه راپور کې د وليعهد په ګډون ټولو لوړپوړو چارواکو ته برائت ورکول شوی، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې ګڼو باوري سرچينو دا ويلي و، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.
امريکايي رسنيو تر دې وړاندې ليکلي و، سعودي هڅه کوي، چې بن سلمان ته برائت ورکړي او پر ځای يې د استخباراتو مسؤولين د قربانۍ پسونه کړي.
اوس همداسې شوي، چې د استخباراتو مرستيال احمد عسير، د شاهي ديوان سلاکار سعود القحطاني، د استخباراتو د بشري سرچينو مرستيال عبدالله بن خليفه او د استخباراتو رياست کې د عامه امنيت مسؤول رشاد بن حامد المحمادي له دندو ګوښه کړي دي.

شریک یي کړئ!