برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ذیبح الله مجاهد- په سعودي کښې د افغان حکومت له استازيو سره ناستې تکذيب کړه

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې د طالب ډلې وياند ذبيح ا... مجاهد پرون د سعودي د جدې په راتلونکې غونډه کښې د دغې ډلې او د افغان حکومتي استازيو د کتنې په سر د توافق په اړه د خپرو شويو خبرونو په ردعمل کښې وويل، دغه رپوټه ناسم او هسې آوازه ده.


په دې وروستيو ورځو کښې د افغانستان په رسينو کښې د پاکستاني چارواکو په نقل سره يو لړ رپوټونه خپارۀ شوي وو چې اسلام آباد ويلي دي، چې د طالب ډلې او افغان حکومت د خبرو اترو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

د طالب ډلې وياند همدارنګ زياته کړه، له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو اصلي شرط له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي