برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

زين العابدين بن علي په سعودي کې ومړ

آریانانیوز: د ۲۰۱۱ په عربي پسرلي کې د تونس پرځول شوی ولسمشر زين العابدين بن علي تېره ورځ د سعودي په جده ښار کې د ۸۳ کالو په عمر مړ شوی دی
د بن علي مدافع وکيل منیر بن صالحه د هغه د مړينې پخلی کړی او وايي، چې نوموړی ناروغ و، څو ورځې وړاندې روغتون ته لېږدول شوی و
بن علي د ۲۰۱۱ کال په جنوري مياشت کې هغه مهال له خپلې کورنۍ سره سعودي ته وتښتېده، چې تونس کې د هغه د واکمنۍ پر ضد پراخ لاريونونه پيل شول
له تېرو څو کلونو راهيسې، چې زين العابدين بن علي په سعودي کې مېشت و، د رسنيو له سترګو پټ و او ډېر لږ وخت به د هغه وکيلانو د اړتيا پر مهال رسنيو ته خبرې کولې .نوموړی له تېرو کلونو راهيسې د پروستات په ناروغۍ اختته و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي