برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په خان يونس کښې دوه نور فلسطينيان شهيدان شول

د یورپوټ له مخې د غزې په تړانګه کښې هم د صهيونېسټانو په حمله څو نور فلسطينيان ژوبل شول.


له نيواکي زمکو سره دغزې د تړانګې پوله په دې وروستيو هفتو کښې له سخت تاوتريخوالي سره مخامخ ده، د غزې د تړانګې فلسطينيانو د مارچ له دېرشمې نېټې راهسې چې د زمکې له ورځې سره يې سمون خوړۀ د ستنېدو حق نومې صلح ايز لاريونونه شروع کړل او له نيواکي فلسطين سره د غزې د تړانګې په پوله کښې راغونډ شول.
په دغو لاريونونو کښې تر اوسه د نړيوالو او سيمه ايزو ادارو د نااهلۍ په سيوري کښې له پنځوسو زيات فلسطينيان د اسرائيلي فوځيانو په ډزو سره شهيدان شوي او تقريباً اته زره نور ژوبل شوي دي.
بېګا هم د غزې د تړانګې په مرکز کښې د يوې سختې چاودنې له کبله د حماس د فوځي څانګې د قسام کنډکونو شپږ غړي په شهادت ورسېدل.
د قسام کنډکونو د يوې بيانيې په صادرولو سره وويل، د مقاومت جنګياليو پرون په يو لړ عملياتو کښې د اسرائيلو يو ستر جاسوسي نېټ ورک کشف او شند کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي