برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په انسټاګرام کې د اسراییلي شرکتونو لخوا پراخه جاسوسي عملیات

آریانانیوز: فیسبوک د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ددې شبکې او انسټاګرام له 50,000 څخه زیاتو کاروونکو ته د اسراییلي شرکتونو د پراخو جاسوسي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی.


دفرانس 24 شبکې راپور ورکړی چې د 100 څخه زیاتو هیوادونو کې 50,000 خلک د شپږو اسراییلي شرکتونو لخوا د جاسوسۍ قرباني شوي.

میټا، چې د فیسبوک، انسټاګرام او واټس اپ مالکیت لري، دا اعلان وکړ چې په مختلفو هیوادونو کې خبریالان، مخالفین او منتقدین او د مخالفانو کورنۍ او حقوقي فعالان د قربانیانو په ډله کې دي، په داسې ډول چې جاسوسانو د څارنې ډلو له لارې د میاشتو لپاره د دوی اهدافو ته دوام ورکړ.

فیسبوک د دغو جاسوسي کمپنیو له خوا په فیسبوک، انسټاګرام او واټساپ کې د ۱۵۰۰ جعلي اکاونټونو په اړه خبرداری ورکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي