برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په انترنیتي ګېمونوکی ۷۰زره ډالر مصرفول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د انترنیتي ګیمونو متخصصه ویبپاڼه «ډاټ اي سپورټ» ادعا کوي چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان یوازې په (Battle Pass) نومې انترنیت ویدیویي لوبې په تېرو درې کالونو کې ۷۰زره ډالر مصرف کړي چې تر دې دمه تر ټولو زیات مصرف کوونکی ګڼل کیږي
ویبپاڼه په خپل راپور کې زیاتوي چې د ډوټا ۲ په قضیه کې محمد بن سلمان په نړیوال ۲۰۲۰ باټل پاس باندې له ۶زرو زیات ډالر مصرف کړي دي.
په دغه اندازه مصرف او په لوبو کې د هغه دوامداره وخت ورکولو سره، محمد بن سلمان لا دمخه خپل حساب (purrrrrfect Devil Angel Yukeo) کې یوازې په څلورو ورځو کې ۱۴۴۳۰ درجې ته رسولی. دا د یاد ګیم د دوهمې درجې لوبغاړي څخه ۴۰۰۰ درجې وړاندې دی.
راپور زیاتوي چې نوموړي په ځانته ځان په تېرو دریو کلونو کې په ټولیز ډول یوازې په باټل پاس لوبې (۶۹۴۹۴) ډالر مصرف کړي او لا یې هم مصرفوي، چې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې یې ۴۲۱۰۰ ډالر مصرف کړي دي
هغه په تېرو دریو کلونو کې نه یوازې په ټولو ګیمونو کې تر ټولو زیات برخه اخیستونکی دی بلکې په ۲۰۱۷م کال کې په ۱۷۵زره درجو سره ستر ریکارډ هم په خپل نوم کړی دی
د یادې ویبپاڼې د راپور له مخې محمد بن سلمان له ۲۰۱۱م کالو راهیسې دغه ګیمونه کوي چې له ۱۰زرو زیاتې سیالۍ يې کړي دي، او په ۵۱سلنه لوبو کې بریالی شوی دی. هغه د ۷۰زره ډالرو ترڅنګ پر انترنیتي ګیمونو تر ۹زرو زیات ساعتونه وخت هم ضایع کړی دی، چې له مخې یې ۵۵۰ ساعتونه په لوبې ضایع کړي
هغه د یادو لوبو سربېره په یو شمېر نورو لوبو هم سلګونه ساعتونه وخت او زرګونه ډالر لګولې دي
ویل کیږي چې د سعودي ولیعهد له پخوا د انترنیت ویدیویي ګیمونه سره مینه لري. یوه فرانسوي ژورنال «لوبوان» تېر مارچ یو راپور خپور کړی و، یاد ژورنال زیاتوي، کله چې سلمان بن عبد العزیز د ریاض ښار والي و خپل زوی محمد بن سلمان د درس پرځای انترنیتي ګیمونو سره د زیاتې اړیکې لرلو له کبله چې ۱۷ کلن و سخت رټلی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي