برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر یمن باندې اقتصادی دباؤنه

آریانانیوز: د یمن د انقلاب دلوړې کمیټې  مشر  محمد علی الحوثی  پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ،  په یمن تیریګر  فکر کوی ، په اقتصادی دباؤنو سره  هغه څه چې  په تیرو کلونو کې ئې  د پوځی حل لارې   په وسیله  نه  دی پوره کړی ،ترلاسه کړائ شی.



محمد علی الحوثی  دغه راز لیکلی دی،  تیریګر د بهرنیو پیسو په   وړاندې د یمن د ریال د ارزښت د کمیدا لامل شوی دی ، او  حتی  دهغو ترنیواک لاندې سیمو کې  ئې حل لارو ته  په رسیدا کې  سسستی کړې ده ، پر دې اساس  له حکومته غواړو  په دې زمینې کې دې لازم اقدامات وکړی .
دیمن دانقلاب دلوړې کمیټې  مشر زیاته کړې ، دسولې  حل لارې  ته درسیدا لپاره  هلې ځلې تل  د تیریګرو هیوادونو یعنی دامریکا ، سعودی عربستان ، امارات او دهغو د متحدانو  په خنډ جوړونې سره  مخامخ  شوی دی ، حال دا چې  دوی باید پوه شی ،  هغه یوازینی  کار چې ئې کوی ،  د یمن دملت د کړاؤنو زیاتول دی .
محمد علی الحوثی  له دې مخکې هم  په دغه هیواد کې د ملګروملتو د ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس په کړچار  په نیوکو سره  وئیلی وو ، سعودی امریکائی  تیریګرو او دهغو متحدانو قصدا د یمن په جنوب  کې  عدن ته د چاپ شوو پیسو  په  لیږدولو سره  دیمن دریال  ارزښت  کم کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي