برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پر یمن باندی د سعودي تیریګروائتلاف دهوایی بریدونودوام

آریانانیوز: درسندیوپه رپوټ له مخی د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کښې د یمن په بیلابیلو سیمو بمبارې وکړې
د یمن په مارب ، حجه ، الجوف او البیضا ولایتونو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو په حملو کښې ګڼ شمیر کورونه او بیخ بنایانې تباه شوې .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون هم د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو حملو سره په هیواد کښې څه د پاسه یوسل پینځلس ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .
په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف دغه هوايي بریدونه په داسې حال کښې دوام لري چې انصار الله غورځنګ څه موده مخکې ویلي وو په الجوف ولایت باندې د عربستان د جنګي الوتکو په حملې کښې د څو ښځو او د ماشومانو په شمول یودیرش ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو یعني د امریکا ، د متحده عربي اماراتو، اردن ، اسرائیلو او د انګلستان جنګ غوښتنې د دغه هیواد د څه د پاسه شپاړس زره کسانو د وژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي