برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر قدس دصهونیسټانود حملې په اړه د ملګروملتو سخت اعتراض

آریانانیوز: دمینځنی ختیځ دسولې په بهیر کې د ملګروملتو دسرمنشی ځانګړی استازی نیکلای ملادینوف د قدس شریف په شمال کې په یوه کلی د صهونیسټ میشته ښارګوټی داوسیدونکو حمله شاک رامینځةکونکی او د نه منلو وړ ده .


د پیړۍ دمعاملې په نامې سره دخپلو دسیسه ګر پلان نندارې ته د وړاندې کولو او اجرا کولو لپاره د امریکا له نوو خوځښتونو سره په یو وخت په نوی میلادی کال کې په بیت المقدس د صهونیسټانو دتیریو دوام لازیات او سخت شوی دی .
په دې توګه بیت المقدس په نوی کال کې د دهغه د اسلامی هویّت د له مینځه وړلو لپاره د صهونیسټ میشته ښارګوټی د اوسیدونکو او د صهونیسټی پوځیانو په مرکز بدل شوی دی .
دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته دفلسطین بدلونونو ته په کتنې سره پوهیدلی شو چې د ټرمپ دغرضی چلندونو او پلانونو او له اسرائیلو څخه دامریکا د هراړخیزو ملاتړونو داعلانیدا په سیوری کې د فلسطینیانو په ضد دصهونیسټی رژیم سلطه غواړی اقداماتو لاپراخ اړخونه غوره کړی دی .
په دغه شان شرائطو کې دی ، چې صهونیسټی رژیم دامریکا په شنې اشارې سره پر قدس دلازیاتې سلطې لپاره د یوې لارې دنقشې په برابرولو او پرمخ بیولو بوخت دی ،د دغه شان دسیسه ګر سیاست او ملګرتیا، د ویرې او وحشت د رامینځةکولو لپاره په سیمې کې د پوځی انډول د بدلولو په چوکاټ کې دامریکا له خوځښتونو سره سم داسرائیلو د سلطه غوښتنې زیاتیدا، دسیمې په هیوادونو د پیړۍ دمعاملې دپلان دمنلو په خاطر دی .
دپیړۍ د معاملې یو اصلی چورلیز د قدس موضوع ده او د دغه پلان داجرا کیدا په بڼه کې به فلسطینیان له هر څه مخکې قدس له لاسه ورکړی .
د دغه شان دسیسې په چوکاټ کې ډونالډټرمپ ،پر قدس دصهونیسټ رژیم دلازیاتې سلطې لپاره دشرائطو دبرابرولو لپاره قدس ته د امریکا سفارت منتقل کړ.. اسرائیلو هم په پلان شوی او څرګند ډول دسیمې له اوسنیو حالاتو څخه په استفادې سره دقدس دیهودی کولو دپلان په بشپړولو بوخت دی .
تر ۲۰۲۰ کال پورې د قدس په بشپړ ډول د یهودی کولو ل لپاره دڅه دپاسه پنځلس میلیارډ ډالرو په بیلولو کې د بینیامین نتن یاهو دافراطی کابینې څه موده مخکې اقدام ، پر قدس د خپلو سلطه غواړو سیاستونو دپرمخ بیولو لپاره د دغه رژیم دخوځښتونو یوه برخه ده .
په وروستیو کلونو کې دقدس په باب داسرائیلو خوځښتونه، لا سلطه غواړی شوی او پر قدس د بشپړ سلطې لپاره د دغه نیواکګر رژیم له لازیاتو ظرفیّتونو داستفادې لپاره د دغه رژیم دسپیرو خوځښتونو ښودنه کوی .
قدس او دهغه زړۀ یامینځ،الاقصی جومات،هیڅکله دافراطی صهونیسټانو له تاوانونو اوسپیرو اقداماتو خوندی نه دی .
په ټول کې دنیواکی قدس دیهودی کولو په موخې سره داسرائیلو د اقداماتو سختیدا ، د نړیوالو قوانینو اوتړونونو ښکاره خلاف ورزی ده . دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول دفلسطین په نیواکی سیمو کې د اسرائیلو هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی .
پر بیت المقدس د سلطې لپاره د وحشی صهونیسټی رژیم په سلطه غواړو اقداماتو غبرګونونه ، په فلسطنیانو اونړیوالو دخپلو نیواکګرو سیاستونو په منلو کې د دغه بې شرمه رژیم دناکامۍ ښودنه کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي