برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په الاقصی جومات حمله وکړه

آریانانیوز: د اسلامی همکاریو سازمان په الاقصی جومات د صهیونیسټی تیریګرو حمله وغندله.


د قدس د اسلامی اوقافو ادارې اعلان وکړ چې په لسګونو ښارګي میشته یهودي نیواکګرو یو ځل بیا په الاقصی جومات برید وکړ او د هغه د انګړونو شاوخوا یې په پارونکي ډول وګرځېدل او د پولیسو ځواکونو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یې د تلمود مراسم ترسره کړل.

د اسلامي همکاریو سازمان د روژې په مبارکه میاشت کې پر مسجد الاقصی باندې د نیواکګر اسرائیلي ښارګي میشتو پرله پسې بریدونه او په لویدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو ورځنۍ حملې په کلکه وغندلې.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې نیواکي سیمې د کړکېچن وضعیت شاهدې دي او د دغه رژیم د کابینې د قضايي اصلاحاتو پر ضد د زرګونو صهیونیسټانو مظاهرې روانې دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته به ژر سپینې ماڼۍ ته د سفر بلنه ورنه کړي.

بایډن په یوه نادره نیوکه کې خبریالانو ته وویل: د اسراییلو د ډیرو قوي ملاتړو په څیر زه هم ډیر اندیښمن یم. اسراییل په دې کړکیچن حالت کې دوام نشي کولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي