برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان په هرات کې د قدس ورځ ولمانځل شوه

آریانانیوز: د افغانستان د هرات ولایت خلکو د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې مرګ پر اسرائیلو شعارونه ورکړل.


په عین حال کښې د قدس د نړیوالې ورځې په رارسیدو سره په هرات ښار کښې په زرګونو روژه لرونکو د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د مرګ پر اسرائیلو نارې وکړې او له دغه غاصب او ماشوم وژونکی رژیم څخه یې خپله کرکه څرګنده کړه.

د هرات ښاریانو د فلسطین له مظلوم ملت او د دې خاورې د خلکو له حقه جهاد څخه په ملاتړ باندې په ټینګار سره له اسلامي ټولنو وغوښتل چې د دغه غاصب رژیم د جنایتونو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیلو د شعارونو په ورکولو سره عبادت کوونکو یو ځل بیا وښودله چې دوی د فلسطین له مسلمان ملت سره ولاړ دي او یوازې به یې نه پریږدي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي