برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر صنعادباندی دسعودی ائتلاف پرليسی هوایی بریدونه

آریانانیوز: د العالم ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم په صنعا د سعودی تیری ګر ایتلاف د جنګی الوتکو د پرونیو حملو د شهیدانو شمیر شپږو ته زیات شو چی پکې ۴ ماشومان هم شامل دی . په دغو حملو کی تراوسه ۷۱ کسان ژوبل شوی هم دی .


د یمن د انصار ا… غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ویلی چی د عربستان دغه جنایت د تیری ګرو عسکرو د پوځی او سیاسی ناکامۍ دلیل دې .
له بلې خوا دیمن د انصار ا…ولسی غورځنګ ددفتر یوه مسئول مقام عبدالوهاب المحبشی دیمن په پلازمینې صنعا ښار کې پر هستوګنې سیمې دآل سعود رژیم دتیریګر ائیتلاف جنګی الوتکو د تیریو په غبرګون کې ټینګار کړی ، د مظلومو ماشومانو اوښځو غچ به په نزدې راتلونکی کې له تیریګرو واخلی .
ده له المسیره ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی،دغه جنایت چې آل سعود تیریګر رژیم ورته له څه دپاسه څلورو کلونو راهسې دوام ورکړی،او دیمن بې ګناه ماشومان اوښځې بوډاګان په نښه کوی،دنړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې کیږی،خو نړیواله ټولنه په چپه خوله د یمن د بې ګناه خلکو د وینې په بهولو کې له تیریګرائیتلاف سره ملګرتیا کوی ،او په غیر مستقیم ډول ئې تائیدوی.
دیمن د انصار ا… دغه مسئول مقام روښانه کړې،دبې ګناه انسانانو دوینو په بهولو کې د تیریګر دښمن سپیرۀ اقدامات دهغې تنګڅې ښودنه کوی،چې تالی څټی حکومتونه پکې ښکیل دی تردې چې دبې ګناه خلکو وینه بهوی،ځکه دیمن له مبارزانو سره دمخامخ مقابلې توان نه لری او په همدې علت ښاریز په نښه کوی

شریک یي کړئ!