برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

پاپ: د ترکیې او سوریې د زلزله ځپلو خلکو درد او کړاوونه باید هېره نه کړو

آریانانیوز: د نړۍ د کاتولیکانو مشر ټینګار وکړ چې د ترکیې او سوریې د زلزلې د قربانیانو درد باید هېر نه شي.


د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د واتیکان په سینټ پیټرز چوک کې د انجیلوس له مراسمو وروسته د وینا پر مهال وویل: د اوکراین له جګړې یو کال تېر شو او موږ باید دا غمیزه هېره نه کړو. همدارنګه باید د ترکیې او سوریې د زلزلې له امله د زیانمن شویو خلکو درد او کړاوونه هېره نه کړو.

پاپ د ایټالیا په سویل کې د کروتون ښار ته نږدې د غیرقانوني مهاجرینو د یوې کښتۍ ډوبېدو ته په اشارې سره وویل: له بده مرغه چې نن له دې دردونکې پېښې خبر شوم، شاوخوا ۴۰ تنه چې ډېری یې ماشومان وو، مړه شول. زه د مړو لپاره د رحمت غوښتنه کوم او د ژوندي پاتې کیدو ته د دعا لاسونه لپه کوم.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي