برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ایټالیا د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر د مقاومت جبهې ته د بریالیتوب هیله وکړه

آریانانیوز: د ايټاليا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال ګولیلمو پيکی د احمدشاه مسعود د انځور په خپرولو سره د مقاومت د جبهې د برياليتوب هيله کړې ده.


پیکي په ټویټر کې لیکلي: نوی کال په افغانستان او پنجشیر کې د طالبانو د وحشت په وړاندې د مقاومت وروستي مرکز ته مبارکی وایم. زه هیله لرم چې ۲۰۲۲ کال به یو پرېکنده او بریالی کال وي. ژوندی دې وي د ملي مقاومت جبهه!

زه غواړم د ۲۰۲۲ کال د پیل مبارکي ټولو هغو کسانو ته وایم چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. د هر ډول آزادۍ لپاره. موږ آزاد، خوندي او ډیر عادلانه نړۍ ته اړتیا لرو. له هانګ کانګ څخه نیولې تر پنجشیر پورې.

ګولیلمو پیکي د ایټالیا د لیګانورډ ګوند غړی دی کوم چې د فدرالي او محافظه کار دریځ لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array