برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هندوستان ته د سعودي ولیعهد په سفر اعتراض

آریانانیوز: د جمو او کشمیر خلکو هندوستان ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په سفر باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.


د جمو او کشمیر سلګونو خلکو هندوستان ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خلاف د مظاهرو په کولو سره آل سعود رژیم په سیمه کښې د ترهګرو ملاتړی وباله.
کشمیري مظاهره چیانو د آل سعود رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د یمن د خلکو خلاف د دغه رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
وړمه ورځ هم هند ته د بن سلمان له سفره مخکښې د دغه هیواد په پلازمینې نوې ډیلي او څو نورو ښارونو کښې د سعودي ولیعهد په سفر باندې په اعتراض کښې پراخې ولسي مظاهرې شوې وې.
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته له خپل سفر وروسته وړمه شپه نوې ډیلي ته رسیدلی دی.

شریک یي کړئ!