برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ملګری ملتونه په یمن کې دانسانی ناؤرین د دوام مسئول

آریانانیوز: د یمن دانقلاب دلوړې شورا مشر محمدعلیالحوثی په یولړ څرګندونوکې په الحدیده بندر ولایت کې له بندرونو د انصار ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو وتلو ته په اشارې سره ټینګار کړی ،ملګری ملتونه او امنیت شورا په یمن کې د انسانی بحران د دوام بشپړ مسئول دی .



ملګروملتو په همداوروستیو کې وئیلی دی انصار ا.. غورځنګ دالحدیده ،الصلیف اوراءس عیسی سټراټژیکو بندرونو څخه له یواړخیز شاتګ سره موافقه کړې ده .
په عین حال کې محمد علی الحوثی نن پخپل ټولنیز پیغام کې روښانه کړې ، دغه شاتګ ددې ښودنه کوی ، چې دسټاکهم دسولې د موافقې په اجرا کې دځنډیدا عامل امریکا ، انګلستان، عربستان، امارات او دهغو نور تالی څټی دی .
دیمن د انقلاب دلوړې کمیټې مشر ددې خبرې په کولو سره چې شاتګ له نن سهاره پیل شوی ، زیاته کړې ، دسعودی ائیتلاف تیری په یمن کې دسولې د ټینګیدا خنډ کیږی . محمد علی الحوثی ددې خبرې په کولو سره چې د یمن ملت، پوځ او ولسی مبارزې کمیټېو له بندرونو څخه په یو اړخیز شاتګ سره له سولې خپل ملاتړ ثابت کړی ، دهغو هیوادونو په ضد دجدی تدبیرونو دغوره کولو غوښتنه ئې کړې ، چې د سویډ د موافقې د اجرا خنډ کیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي