برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملګري ملتونه د پنځو هېوادونو په خدمت کې دي

آریانانیوز: ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر سازمان نیوکې وکړي.


هغه وویل په شاوخوا ۷۳ کلونو کې ملګرو ملتونو د پام وړ کارونه کړي دي، خو له دې سترګې نه شي پټېدلی چې د بشریت لپاره د ارامۍ په برخه کې يې د خلکو هيلې نه دي پوره کړې.
اردوګان وویل، ملګري ملتونو د هغو پنځو هېوادونو په خدمت کې دي، چې په دې سازمان کې د ویټو حق لري.
ویې ویل، تکراري وایم، چې نړۍ تر پنځو لویه ده او دا د ټولو بشریت غږ دی.
هغه د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ، چې که ټوله نړۍ هم ورته شا کړي، خو له قدس نه به د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې پر حیث دفاع کوي.
اردوګان د سوريايي کډوالو په اړه هم د ملګرو ملتونو له مرستو سر وټکاوه، هغه وویل تر اوسه يې د دې کډوالو لپاره ۳۲ میلیارده ډالر مرسته کړې، خو ملګرو ملتونو یوازې ۶۰۰ میلیونه همکاري کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق پنځو دایمي غړو ته ورکړل شوی دی، چې امریکا، فرانسه، انګلستان، روسیه او چين دي.

شریک یي کړئ!