برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي دې روښانه کړي، چې خاشقجي يې چېرته ښخ کړی

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له سعودي غوښتي، چې هغه ځای ترکيې ته روښانه کړي، چېرته يې چې د جمال خاشقجي جسد دفن کړی وي.



اردوګان د ترکيې پارلمان ته ويلي، چې دوی سره د خاشقجي د وژنې ټول اسناد موجود دي، خو په دې اړه نور دلائل نه دي ويلي.
هغه دا هم ويلي، چې د سعودي لوی څارنوال به په راتلونکو لنډو ورځو کې ترکيې ته سفر وکړي او هلته به له ترکي چارواکو سره د خاشقجي د وژنې قضيه له نږدې وڅېړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان دا هم ويلي، چې خاشقجي د يوه ځانګړي پلان له مخې وژل شوی او ترکيې د دغې ثبوت هم وړاندې کړی دی.
تر اوسه چې کومه خبره ګونګه ده، هغه دا ده، چې د خاشقجي د قصدي وژنې تر شا د چا لاس دی.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اردوګان په ګډون ډېری نړیوالو مشرانو ويلي، چې د خاشقجي د قتل اصلي مسؤول د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دی، خو روسيه وايي، چې د هغه په قتل کې د شاهي کورنۍ هېڅ غړی شریک نه دی.
روسيه وايي، چې محمد بن سلمان په خپرې کړې اعلاميې کې د خاشقجي په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او له دې وروسته د دې هېڅ جواز نه پاتې کېږي، چې د هغه خبره دې رد شي، خو د امريکا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه، ملګري ملتونه او بشري ټولنې په دې اړه د سعودي سپيناوی درواغ او د حقايقو د پټولو هڅه بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي