برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له صهونیسټی رژیم سره دځینو عربو تالی څټیتوب نندارې

آریانانیوز: د یمن دملی نجات حکومت د اطلاعاتو وزیرضیف ا....الشامی بیګا له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، د وارسا غونډې له وحشی صهونیسټی رژیم سره د ځینو عربو هیوادونو داړیکو دعادی کولو پټ بهیر نندارې ته وړاندې کړی دی .


هغه دغه راز وئیلی دی ، له صهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د یمن د مستعفی او تښتیدلی ولسمشر دحکومت خارجه وزیر خالد الیمانی هڅه ستره رسوائی ده .
دیمن مستعفی حکومت خارجه وزیر خالد الیمانی دتیرې پنجشنبې په ورځې په وارسا کې کنفرانس کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو او د صهونیسټ رژیم د لومړی وزیر بینیامین نتن یاهو ترڅنګ کیښناست چې دغه اقدام د یمن د ولس غوسه په ځان پسې درلودلې ده .
هغه له مقاومت څخه په دفاع کې د ولس اصلی استازی په توګه د یمن دملی نجات دحکومت هڅې ته په اشارې سره وئیلی دی ، مستعفی شوی حکومت له ولسی رواوالی څخه له برخمنیدا پرته او یوازې د امریکایانو اوصهونیسټانو په لمن کې د ځای د موندلو لپاره هڅه کوی .
دیمن دانقلاب دعالی کمیټې مشر محمدعلی الحوثی هم پرون له صهونیسټ رژیم سره د عربانو د اړیکو دعادی کولو په ردولو سره، :له خائینانوڅخه دبراء: په نامې سره په میلیونی مظاهرې کې دسیمې ځینو هیوادونو مشرانو ته په خطاب کې وئیلی دی،له امریکا او اسرائیلو سره ائیتلاف به له ماتې سره یو ځای وی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي