برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي حکومت دوه نور دیني عالمان ونیول

آریانانیوز: د سعودي حکومت په ریاض کې د جامعة الامام پوهنتون یو پخوانی استاد شیخ ناصر العمر هم نیولی دی.



په ټویټر کې د «معتقلي الرأي» په نامه ټویټر حساب لیکلي چې د نامعلومو وجوهاتو پر اساس باندي نوموړی شیخ نیول شوی دی او برخلیک یې معلوم نه دی.
د شیخ ناصر العمر په اړه ویل کیږي چې د جامعة الامام د اصول الدین په فاکولته کې استاد پاتې شوی.
په ورته وخت کې د دکتور احمد العماري په نامه یو بل دیني عالم هم په مدینه منوره کې نیول شوی.
دکتور احمد العماري په اړه ویل کیږي چې مدینه منوره کې د «طیبه» پوهنتون د قرآن کریم فاکولتې مشر پاتې شوی.
ګمان کیږي چې هغه د دکتور سفر الحوالي سره پخواني شناخت له امله به نوموړی نیول شوی وي.
دکتور سفر الحوالي څه موده تر مخه وروسته تر هغه ونیول شو کله چې يې یو ناچاپ شوی کتاب پر انټرنیټ خپور شو او په هغه کې نوموړي د سعودي پر حکومت ځیني انتقادونه او نصیحتونه کړي وه.
د معتقلي الرأی په نامه ټویټر حساب وايي چې د تیر کال د سپتمبر میاشتي راهیسي تر اوسه ۱۶ تنه د پوهنتون استادان نیول شوي چې اکثره یې دیني عالمان دي.
ویل کیږي چې د سعودي حکومت هغه عالم په جامعة الامام کې استاد مقرر شوی چا چې څه موده تر مخه په مدینه منوره کې د وینا پر مهال وویل، چې باچا که هره ورځ نیم ساعت پر تلویزون په ژوندۍ بڼه زنا وکړي، هم یې په اړه منفي خبره کول ناجایز دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي