برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یمن پر زندان باندې د سعودیانو د حملې په اړوند دتحقیقاتو غوښتنه

د عفوې او بخښنې نړیوال ارګان بیګا په یوه خبرپاڼه کښې زیاته کړه: د یمن د ذمار ولایت په المقصوف زندان باندې د عربي ائتلاف هوايي بریدونه د دغې ودانۍ د بشپړ ویجاړي او په کښې د لس هاؤ بندیانو د وژل کیدو سبب شوې دي
دغه سازمان په المقصوف جیل باندې د خونړۍ حملې په هکله په تحقیقاتو باندې په ټینګار سره د یمن په جنګ کښې پرله پسې د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د هلوځلو غوښتنه وکړه
د عفوې نړیوال سازمان هم داشان د یاد جنایت ترسره کونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې د یادې پيښې قربانیانو ته د تاوان پيسې ورکړي
د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم وړمه شپه په خپل رپورټ کښې وویل چې د یمن په مرکز کښې د ذمار ولایت په المقصوف نومې زنداني باندې د عربي ائتلاف په هوايي حمله کښې سل تنه وژل شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي