برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کیمیاوی وسلو دبندیز د ادارې تحقیقات

د روسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنکوف(Igor Konashenkov) بیګا د سوریې د غوطه شرقی په دوما سیمه کښې د کیمیاوی وسلو د بندیز د ادارې(Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons) د پلټونکو د تحقیقاتو د ختمیدا خبر ورک.



د کیمیاوی وسلو د بندیز دادارې پلټونکو په تیرو څو ورځو کښې څو ځله دسوریې دغوطه شرقی په دوما سیمه کښې د ادعا وړ دکیمیاوې حملې له ځاې څخه نمونې(samples) اخیستی دی .
د سوریې حکومت د اپریل په لسمه(۱۰) نیټه په رسمی ډول د کیمیاوی وسلو د بندیز له ادارې غوښتی وو په دوما سیمې د پوځ دکیمیاوی وسلې په هکله د ترهګرو ډلو د ادعا په باره کښې غور وکړی .
د کیمیاوی وسلو دبندیز ادارې د سوریې دحکومت ددغه غوښتنې هرکلی کړی وو .
دامریکا ، فرانسې او دبریتانیا د شرارت مثلث د اپریل دمیاشتې په اومه(۷) نیټه په دوما(Douma) د کیمیاوی حملې د چټی ټور له مطرح کیدا اوه(۷) ورځې وروسته یعنی د اپریل دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه دسوریې په بیلابیلو سیمو څه دپاسه یوسل شل(۱۲۰) توغندی وویشتل .
ددغودریو(۳) هیوادونو دغه څاروی ډوله جنایت دادعا وړ کیمیاوی حملې په پلمه ترسره شو.
د روسیې دفاع وزارت له تیرو څو اونیو راهسې ویل ترهګر او دهغوې ملاتړی هیوادونه په سوریې باندې د پوځی تیری د زمینې د برابرولو لپاره د یوې کیمیاوی حملې د ترسره کولو پلان لری .
دنړۍ ډیر کارپیژاند په دوما سیمه کښې له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې دحکومت تورنول د ترهګرو په مقابل کښې دسوریې دپوځ د وروستیو بریالیتوبونو په څنګ کښې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو او د عمومی افکارود بې لارې کولو لپاره هڅه ګڼی .
امریکا، سعودی عربستان، بریتانیا، فرانسه ، ترکیه ، قطر، بحرین ، متحده عربی امارات ، کویت ، اسرائیل ، اردن وغیره په سخته په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتی اندیښمن او خپه دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي