برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیلېدو دامریکا، روسیې، چین او پاکستان موافقه

آریانانیوز: د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو د افغان سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر دایمي اوربند او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیلېدو موافقه کړې ده.



دغه څلور اړخیزه غونډه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترڅنګ،د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قابلوف، د چین ځانګړي استازي ډینګ جیون او د پاکستان استازي پکې ګډون کړی و د چهار او پنجشنبې په ورځو په بیجینګ کې تر سره شوه.
زلمي خلیلزاد د «جولای پر۱۳مه» پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم د یو دایمي اوربند پر رامنځته کېدو موافقه وشوه.
هغه ویلي:”موږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي.”
د یادې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو له نورو نړیوالو شریکانو هم غوښتي چې د مذاکراتو د پیلېدو سره سم په دغه پروسه کې ورګډ شي.
د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاده غونډه د امریکا، چین او روسیې د درې اړخیزې غونډې لړۍ وه چې دا ځل پکې پاکستان هم ګډون کړی و.
اعلامیه وايي، د غونډې ګډونوالو د «بین الافغاني» مذاکراتو د تېرو او راتلونکو غونډو څخه د ملاتړ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې له فرصت څخه په استفادې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
بیان په راتلونکي کې د یادې غونډې د ګډونوالو د زیاتېدو خبر هم ورکړی دی.
پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې په اړه د یادې څلور اړخیزې ناستې د پرېکړې هرکلی کوي.
د دغه شورا ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل”زموږ ټینګار اوس هم همدادی، دا چې په وروستۍ ناسته دغو هېوادونو هم پر دې توافق کړی دی، موږ یې هرکلی کوو.”
نوموړي زیاته کړه چې د سولې شورا تل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.
د افغان سولې په اړه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړي استازو څلور اخیزه غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د جولای پر ۷ او ۸مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول او همدارنګه د یادې میاشتې پر ۹مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي