برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسیې له امریکا سره د پوځی شخړې خبرداری

د روسیې حکومتی چارواکو او شناندو خبرداری ورکړ که چیرې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسوریې په دوما کښې دادعا وړ کیمیاوی حملې ته په ځواب کښې په سوریې دپوځی حملې حکم ورکړی نو له امریکا سره د روسیې د پوځی شخړې خطر شته.


د روسیې یوه (۱)سیاستوال چې په دفاعی سیاست کښې رول لری په ۱۹۶۲میلادی کال کښې د کیوبا د توغندیو له کړکیچ وروسته اوسنی پړاو د امریکا او د روسیې په اړیکو کښې ترټولو خطرناک پړاو ګڼی .

د روسیې دپوځ مشروالیری ګراسیموف (Valery Gerasimov) تیره میاشت وویل که چیرې په سوریې دامریکا حمله د روسیې پوځیانو ته کوم ګواښ وکړی نو دغه هیواد به توغول شوی توغندی شنډ کړی او د امریکا دتوغندیو په ویشتونکو مرکزونو به حمله وکړی .

د ماسکو د کارنیګی مرکز مشر او د پخوانی شوروی د پوځ یوه(۱) افسر دیمیتری تری نین (Dmitri Trenin)پرون وویل له ساړه جنګ وروسته د امریکا او دروسیې پوځی ځواکونه له بل هروخت څخه زیات نیغ په نیغه ټکر ته نږدې شوی دی .

هغه وویل زما په ذهن کښې یوازنۍ پوښتنه دا ده که چیرې امریکا په سوریې حمله وکړی ایا روسیه به په امریکا برید وکړی .؟

د روسیې د پوځ مشر والیری ګیراسیموف ویلی دی که چیرې په سیمه کښې د روسیې عسکرو ته کوم ګواښ پیښ شی نو ماسکو به په دفاعی سیسټم او نورو وسلو سره ځواب ورکړی .

هغه وویل د روسیې پوځی سلاکاران ، پوځی پولیس او نور کارپیژاندی په دمشق کښې دسوریې په دفاع وزارت او نورو پوځی مرکزونو کښې دیره دی .

ګراسیموف وویل په سوریې کښې زمونږ پوځی سلاکارانو او کارپیژاندو ته د ګواښ په بڼه کښې ماسکو به د توغندیو او د توغندیو د ویشتونکو د فلیټ فارمونو پرضد ځوابی اقدامات وکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي