برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغانستان لپاره تاشکند بین المللي کنفرانس په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل پروسې د بریالي ترسره کېدو، د سولې پروسې، د افغانستان لپاره د تاشکند کنفرانس او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني د افغانستان په اړه تاشکند کنفرانس کې د ګډون او د افغانستان د سولې پروسې څخه د روسیې د ملاتړ له امله له سرګي لاوروف او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه.

هغه وویل، سیمه ییزه همکاري او همغږي د سیمې د هېوادونو په ګټه ده او موږ غواړو له روسیې سره اقتصادي اړیکې خصوصاً روسیې ته د مېوې او سبزیجاتو صادرات ولرو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړ او وې ویل، زموږ موخه د سیمې د هېوادونو ثبات او د هغوی ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې د افغانستان، روسیې او امریکا متحدو ایالتونو درې اړخیزه ناسته دې جوړه شي.

جمهور رئیس غني د افغانستان، روسیې او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل، چې د یادې ناستې د جوړېدو څرنګوالی به له اړوندې مرجع څخه تعقیب شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي