برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کورونا د ناروغانو شمیر له پنځو زرو تنونه زیاتیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کښې د کورونايي ناروغانو شمیر ۵ زره ۱۱ تنو ته رسیدلی خو ۷۶۲ کسان ترې ښه شوي او ۸۶ کسانو سرونه بایللې دي.
په دې منځومان کښې په پنجاب صوبه کښې ۲ زره او ۴۱۴ او په سند کښې ۱ زر ۳۱۸ د کورونا ناروغان ثبت شوې دي. هم داشان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې ۶۹۷، بلوچستان صوبه کښې ۲۲۰، په پلازمینې اسلام آباد کښې ۱۱۳، په ګلګت بلتستان کښې ۲۱۵ او په آزاد کشمیر کښې ۳۴ د کورونا مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په خیبرپښتونخوا کښې پرون د کرونا له امله نور شپږ کسان مړه شول چې ورسره په دغه صوبه کښې د کورونا له امله د مړو شمیر ۳۱ ته ورسید.
د پاکستان د روغتیا ادارې ویاند ویلي چې په دغې صوبه کښې د کورونا ۱۴۲ ناروغان له درملنې وروسته ښه شوې دي خو په یادې ناروغۍ د ککړتیا د مشکوکو کسانو شمیر ۱ زر او ۱۰۰ تنه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي