برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د چين حکومت پر ايغوري مسلمانانو څه ډول ظلمونه کوي؟

آریانانیوز: چينايي حکومت په سنکيانګ ايالت کې لس لکه ايغوري مسلمانان په کمپونو کې بند ساتلي او د هغوی د مذهب بدلولو لپاره يې بېلابېلې لارې چارې پيل کړي دي
ايغوري مسلمانانو ويلي، د نوي چينايي کال په رارسېدو د چينايي چارواکو له لوري پر دوی ظلمونو او د تشدد پېښې پر زياتېدو شوي او د نوي کال په لومړۍ شپه چينايي حکومت دوی ته د ماښام په خوراک کې د خنزیر غوښه او شراب وړاندې کړي او دوی يې په خوړلو مجبور شوي دي
د برتانيې ډيلي مېل ورځپاڼې ليکلي، چې کوم مسلمانان د خنزير غوښو او شرابو له خوړو انکار وکړي، حکومت يې «د ثقافتي تربيې پوځي مرکز» ته لېږي او په دغه مرکز کې چينايي مسلمانان مجبوريږي، چې خپل دين پرېږدي او چينايي کلتور خپل کړي
د ځايي چارواکو له لوري ايغوري مسلمانان مجبور دي، چې د نوي کال په رارسېدو د خپلو کورونو په بامونو د خوښۍ لپاره برښنايي رڼا ګانې جوړې کړي او د نوي کال لپاره داسې خوښي وکړي، چې اسلام يې اجازه نه ورکوي
د اسيا ازادي راډيو د يوه چينايي مسلمان له قوله ليکلي، چې په ټول عمر کې يې هم نه شراب څښلي او نه يې د خنزير غوښه خوړلې، خو د چارواکو له لوري د اجبار له امله يې ځکه وخوړه، چې له تعذیب او بند څخه خلاص شي
ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، چې چينايي حکومت د ایغوري مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او دوی اړ کوي، چې له خپل دينه تېر شي او د چنيايي کلتور برخه وګرځي
د اسلامي نړۍ سربېره د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د ايغوري مسلمانانو د ژغورنې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي