برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مارغانو انفلوئنزه

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د چين د کرهڼې وزارت د هونان صوبې د شائويانګ ښار په زراعتي زمکو کښې د مارغانو د انفلوئنزه خپرېدو په په اشارې سره وويل، په دغه بيمارۍ د هيڅ انسان د اخته کېدو څه رپوټ لا نه دے تر لاسه شوے.
په چين کښې د مارغانو د انفلوئنزې د خپرېدو خبر په داسې حال کښې اعلانيږي چې دغه هېواد له تېرې مياشتې راهسې د کورونا د خپرېدو له پراخې څپې سره لاس او ګرېوان دے چې له کبله يې تر اوسه له درې سوو نه زيات کسان مړۀ شوي دي.
د چين د روغتيا وزارت په خپلو وروستيو شمېرنو کښې ويلي دي چې تر اوسه څوارلس زره او درې سوه اتيا تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.
کورونا وائرس چې د تېر ميلادي کال په وروستيو کښې د اول ځل لپاره د چين ووهان ښار د سمندري خوراکونو په بازار کښې ليدل شوي وود دغه هېواد له دېرشو نه د زياتو صوبو نه علاوه اوس د نړۍ لږ تر لږه اتلسو هېوادونو ته غزېدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي