برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چين د ايران په خلاف د امريکې دباونو ته اهميت نه ورکوي.

آریانانیوز: د چين د تېلو او کيميائي پېداوارو د صنعت د فيډريشن مشر وويل: دغه هېواد نه غواړي چې د تهران په خلاف د واشنګټن د يو اړخيزو بنديزونو د لګولو لپاره د امريکې دباونو ته غاړه کيږدي.


اېندري يو پرون وويل، چيني شرکتونه د امريکې دباونو ته نه دي تسليم شوي او بيجېنګ د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټونو ته څه اهميت نه ورکوي.
د چين دغه چارواکي واضحه کړه چې ايران د چين يو ترټولو ستر تجارتي شريک دے او بيجېنګ به د واشنګټن له دباونو او ګواښونو څخه بې پروا له ايرانه د تېلو وارداتو ته دوام ورکړي.
د چين د تېلو او کيميائي پېداوارو د صنعت د فيډريشن مشر د نړۍ په مختلفو سيمو په تېره بيا په مينځني ختيځ سيمه کښې د تېلو او ګېسو په سرچينو د امريکې په سلطه ګرۍ باندې په نيوکې سره وويل، له فسيلي او تجارتي انرجۍ سره اړوند ډګرونه پکار نه دي له دې نه زيات د امريکې ترنفوذ لاندې وي.
د چين د تېلو ملي شرکت په تېرو وختونو کښې هم ويلي وو چې په داسې صورت کښې چې نور شرکتونه د امريکې د بنديزونو په وجه د ايران د انرجۍ د برخې پرېښودو ته مجبور شي دغه شرکت دې ته آماده دے چې د هغو شرکتونو ځاے ونيسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي