برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطين د بشري حقوقو مرکز ميزان – د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلو د تشدد او ځپنو زياتېدل

آریانانیوز: د فلسطين د بشري حقوقو دراپورپه اساس د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو د حق د لاريونونو د شروع کېدو له وخت نه تراوسه 267 فلسطينيان شهيدان شوي دي.


چی په دغو شهيدانو کښې څلوېښت ماشومان،دوه ښځې اته شل ګوډ کسان، درې امداد رسونکي او دوه خبريالان هم شامل دي. په دغو لاريونونو کښې لږ تر لږه اويشت زره فلسطينيان هم د اسرائيلي فوځيانو په ډزو سره ژوبل شوي دي. د زمکې د ورځ د کليزې په مناسبت د فلسطينيانو لاريونونه د 1976 کال د مارچ په دېرشمه نېټه د فلسطينيانو د زمکو د مصادره کولو په زمينه کښې د صهيونېسټ رژيم د فېصلې ياد راوړونکي دي چې هر کال نمانځل کيږي. د ستنېدو د حق مظاهرې چې د صهيونېسټ رژيم د نيواکګرو په خلاف د انتفاضې د نوې څپې او د فلسطين په وړاندې د امريکې د دسيسو په اړه د بېداروونکي حرکت په معنا دي د دغه رژيم چارواکي او د هغوي ملاتړي سخت اندېښمن کړي دي. د فلسطين د خلقو مدني مقاومت چې د فلسطينيانو د ستنېدو د حق د مظاهرو په قالب کښې ترسره کيږي په داسې حال کښې يې دوام پېدا کړے دے چې بې دفاع فلسطينيان د صهيونېسټ رژيم له ډېرو سختو ځپونکو او تشددناکو اقداماتو سره مخامخ دي. په داسې حالاتو کښې چې امريکه او اسرائيل او ځينې عرب واکمنان د پېړۍ د معاملي په قالب کښې د صهيونېسټ رژيم په ګټه د نړيوالو انډولونو د بدلون په لټه کښې وو، فلسطينيانود ستنېدو د حق د لاريونونو په شمول د مقاومت په مختلفو ظرفيتونو باندې په تکيې سره په عملي توګه د فلسطين په خلاف له دسيسو سره د مقابلې لپاره يو نوے محاذ خلاص کړ. د ستنېدو د مظاهرو يوه لاسته راوړنه د فلسطين په موضوع باندې تمرکز دے او يوه بله لاسته راوړنه له غزې څخه د محاصرې د ختمولو د ضرورت موضوع ته لا زياته نړيواله پاملرنه ده چې له ۲۰۱۷ کال نه تر اوسه دغه سيمه د محاصرې په حال کښې ده. د ستنېدو د حق لاريونونه د نړيوالې ټولنې لپاره دا پېغام لري چې فلسطينيان د سعودي د مشرانو په شمول د عربو واکمنانو لخوا د مطر ح شويو حل لارو په تکل کښې نه دي. سعودي چارواکي تاکيد لري چې فلسطينيان پکار دے له صهيونېسټانو سره د سازباز لارې ته غاړه کيږدي او ورسره اړوند انډولونه قبول کړي او يا پکار دے غلي شي او په يوه ګوښه کښې کښيني. خو د فلسطينيانو ردعمل وښودله چې هغوي د نيواکګرو په وړاندې نه د سازباز ذلت مني او نه په يو کونج کښې کښيني او غلي کيږي چې عرب واکمنان د فلسطين برخليک د صهيونېسټانو په خدمت کښې وړاندې کړي. د غور وړ ټکے دا دے چې د ستنېدو د لاريونونو په خلاف د اسرائيلو د تاوتريخوالو زياتېدل هم نه يوازې د دغه احتجاجي حرکت د بندېدو سبب نه شول بلکه د دې سبب شول چې د اردن د سيند د لويديځې غاړې په شمول په نورو فلسطيني سيمو کښې هم مقاومت لا سخت شي. په دا ډول د ستنېدو مظاهرې د صهيونېسټانو په خلاف د فلسطينيانو د احتجاجونو د پراختيا او دوام په متحرک کونکي عامل بدلې شوې دي.
د غزې د تړانګې په پوله کښې د ستنېدو مظاهرې يوه دوامداره مبارزاتي لاره ده چې هره ورځ په پراخېدو ده چې له قبضې څخه د فلسطين د ازادولو، خپل وطن ته د فلسطيني کډوالو د ستنېدو او د غزې د محاصرې د ماتولو په اړه د فلسطيني ملت لوړ مقاصد او اهداف پوره شي. په دې مېنځومان کښې د غور وړ ټکے دا چې د فلسطينيانو د صلح ايزو مظاهرو د سختې ځپنې په شمول د هغوي په خلاف د صهيونېسټ رژيم د تاوتريخوالو او تشدد د زياتېدو په وړاندې د نړيوالو ټولنو خاموشۍ دغه رژيم د خپلو جنايتونو په زياتولوکښې لا سپين سترګی او ګستاخ کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي