برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ

آریانانیوز: د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ د قدس کنډکونو فوځي څانګې پرون په يوې بيانيه کښې تاکيد وکړ، د صهيونېسټ رژيم جنايت په بې ځواب پرې نږدي.


د قدس کنډکونو په دغه بيانيه کښې وويل، مقاومت به د فلسطين د مظلومو خلقو له وينې دفاع او ساتنه وکړي.
دغه بيانيه له دې وروسته صادره شوه صهيونېسټ رژيم د غزې د تړانګې په ختيځ کښې د مقاومت د ډلو په سنګرونو او فلسطيني ښاريزو د توپونو حمله وکړه. په دغه حمله کښې څلور فلسطينيان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شول.
صهيونېسټ رژيم د تېر ۲۰۱۷ کال له دسمبر څخه د غزې په تړانګې د هوائي او توپخانه اي حملو نوے پړاو په خپله اېجنډا کښې راوستے دے.
د غزې په تړانګه د صهيونېسټ رژيم په حملو کښې تر اوسه په زرګونو فلسطينيانو شهيدان او ژوبل شوي دي.

شریک یي کړئ!