برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فارس خلیج په امنیت د ال سعود او د لویدیځ ورانونکی رول

آریانانیوز: په یمن کښې د سعودی عربستان د ال سعود رژیم د جنګی جنایتونو د ترسره کولو په دلیل د سعودی عربستان د بایکاټ لپاره له نړیوالو غوښتنو سره سره د «۲۰۱۸ میلادی کال دشین بیرغ» په نوم د بریتانیا او د سعودی عربستان ګډه پوځی مانوره د ریاض په باچا فهد(King Fahd) هوایی ډګر کښې پیل شوی ده او تر دوو(۲) اونیو پورې به دوام ولری .
ددغه پوځی مانورې ترسره کیدل په داسې حال کښې دی چې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا بریتانیا چې سعودی عربستان ته د وسلو دوهم(۲) صادرونکی هیواد دی د عمومی افکارو تر سخت دباو لاندې دی چې د ریاض پرضد دوسلو د بایکاټ په ترڅ کښې له دغه هیواد سره له پوځی ملګرتیاو ډډه وکړی .
سعودی عربستان د امریکا، د انګلستان ، دمتحده عربی اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن باندې په حملو او بمباریو سربیره دغه هیواد له ځمکې ، سمندر او هوا څخه هم کلابند کړی دی .
سعودی عربستان ویلی وو چې په څو ورځو کښې به د یمن پرضد جنګ وګټی او خپلې سیاسی تمې به ددغه هیواد په خلکو وروتپی .
خو دیمن د جنګ په اوږدیدا سره چې کابو درې نیم کلونه یې تیریږی عملا دغه جنګ په یوه() ورست جنګ بدل شوی دی او د انصار الله په مشرۍ د یمن د ولسی مقاومت په ګټه د پوځی معادلاتو په بدلیدا سره ددغه جنګ په عملیاتی ډګر کښې د سعودی دتیریګر ائتلاف د سوکه سوکه ماتی کتونکی یوو چې دغه موضوع په سخته دغه ائتلاف او دهغه لویدیځ ملاتړی هیوادونه اندیښمن کړی دی .
په دا ډول شرایطو کښې د لویدیځو هیوادونو لخوا په ډیرې وژلې او د ورانې په قدرت سره په پرمختللیو وسلو د سعودی عربستان د سمبالولو د بهیر د زیاتیدا او د سعودی عربستان د پوځی بنسټونو د پیاوړتیا په هدف سره د هغوې ترمینځ د ګډو پوځی مانورو د ترسره کیدا په شمول د پوځی ملګرتیاو د بهیر د پیاوړتیا کتونکی یوو خو دغه اقدامات نه دی توانیدلی د سعودی عربستان د ماتیو او د ناکامیو د ماتی د بهیر د دوام خنډ شی .
په حقیقت کښې د بریتانیا او د سعودی عربستان پوځی سلامشورې او ددغو دوو(۲) هیوادونو پوځی مانورې دیمن په جنګ کښې د سعودی عربستان له ماتی او ددغه هیواد د پوځیانو د روحیې له کمزورتیا سره بې ارتباطه نه دی .
سعودی عربستان او بریتانیا په داسې حال کښې دقدرت د ښودلو لپاره د ګډې پوځی مانورې د ترسره کیدا اقدام کوی چې ال سعود رژیم د انګلستان په شمول دلویدیځو حکومتونو په ملاتړ سره هماغه راز دیمن دجنګ په جبۍ کښې چې په خپله یې رامینځته کړی ده ښکیل شوی دی .
سعودی عربستان د پوځی مانورو د ترسره کولو لپاره د زیاتو پیسو له مصرفولو سره په یووخت ډیرې زیاتې پیسې د وسلو اخیستلو ته هم بیلې کړی دی .
په دې زمینه کښې د پیړۍ دمعاملې په نوم د څلور سوه اتیا(۴۸۰) میلیارډه ډالر سترې معاملې په چوکاټ کښې له امریکا سره د ۲۰۱۶ میلادی کال د یوسل لس (۱۱۰)میلیارډه ډالره وسلو تړون او د ټایفون(Typhon) جنګی الوتکو د اخیستلو لپاره له بریتانیا سره د ۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ د میاشتې د څوارلس(۱۴) میلیارډه ډالره تړون ته اشاره کولای شو .
لویدیځو قدرتونو د سعودی عربستان دال سعود رژیم دتیلو په ډالرو ځانګړی حساب خلاص کړی دی
هماغه ډول چې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو معلومیږی د لویدیځو حکومتونو له نظره عرب واکمنان په تیره بیا د عربستان چارواکی د شیدو د ورکونکی غوا (milk cow)په شان دی چې باید په بیلابیلو رودو سره ولیشل شی .
په دوې کښې یوه لاره د پوځی لارو چارو وړاندې کول او د عربو واکمنانو په لګښت د پوځی مانورو ترسره کیدل او دوسلو د خرڅولو موضوع ده .
د سعودی عربستان د چورتالان په لړ کښې د لویدیځ اصلی چلول دسیمې په قدرت د سعودی عربستان د بدلولو د ژمنې په شمول د ځلوب په شان خوبونو کښې د سعودی عربستان د واکمنانو ډوبول دی .
دا په داسې حال کښې دی چې د لویدیځ هدف یوازې په سیمه کښې اسرائیلو ته د بروالی وربخښل دی او په سیمه کښې د اسرائیلو د پوځی ، استخباراتی او دجاسوسۍ په اډو د عربو هیوادونو بدلول دی .
مهم ټکی دا دی چې بریتانیا هم د لویدیځ د وسلو د نورو تولیدونکو هیوادونو په توګه دخپلو وسلو د خرڅولو کوشش کوی او په اساسی توګه بشری حقوق د بشری حقوقو په مدعیانو کښې هیڅ مقام نلری او هغوې بشری حقوقو ته اوزاری کتنه لری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي